28 او پټکے، ټوپۍ او د کتان جانګى،
په هغې کښې به د سر دپاره يو سورے وى، چې غاړه يې مضبوطه ګنډلے شوى وى چې ونۀ شليږى.
د هارون دپاره د کتان نه يو قميص جوړ کړه او د کتان نه ورله پټکے جوړ کړه او يو کمربند هم جوړ کړه چې ګُلکارى ورباندې شوې وى.
هغوئ ته ووايه چې يو د سينې جېب، يو پېش بند، يوه چُوغه، يو قميص چې ګُلکارى ورباندې شوې وى، يو پټکے او يو کمربند جوړ کړى. هغوئ به د اِمامانو دا جامې ستا ورور هارون او د هغۀ زامنو له جوړوى، چې دوئ د اِمامانو په توګه زما خِدمت وکړى.
د هارون د زامنو دپاره قميصونه، کمربند او ټوپۍ جوړې کړه، چې هغوئ ته عزت او ښائست مِلاو شى.
هغوئ له د کتان نه جانګى جوړ کړه، چې د ملا نه د پنډو پورې رسيږى، نو چې د هغوئ د سَتر ځايونه بربنډ نۀ شى.
هغوئ د هارون او د هغۀ د زامنو دپاره قميصونه جوړ کړل،
او د کتان او د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه يې کمربند جوړ کړو چې ګُلکارى ورباندې شوې وه، هم هغه شان لکه چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو.
لوپټې، ګونګړوګان، کمربندې، د عطرو بوتلې، تعويذونه،
مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”بادشاه او د هغۀ مور ته ووايه چې، د تخت نه راکوز شه او په خاورو کښې کښېنه، ځکه چې ستا د شان او شوکت تاجونه به زر ستا د سر نه راوغورزيږى.
هغوئ دې په خپل سر باندې د کتان پټکے او د کتان لاندې کپړې دې خپلو ملاګانو نه ګېرچاپېره وتړى. هغوئ دې داسې څۀ نۀ اغوندى چې په هغوئ خوله راولى.
بيا به اِمام خپله د کتان چُوغه او د کتان جانګے واغوندى، په قربانګاه باندې د سوزېدونکې نذرانې نه پاتې شوې ايرې به لرې کړى او د قربانګاه په څنګ کښې به يې واچوى.