22 چې کومه چُوغه د پېش بند لاندې اغوستلے کيږى هغه ټوله د آسمانى رنګ وړۍ نه جوړه شوې وه.
هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم ورکړے وو، هغوئ د سينې د جېب کَړۍ د پېش بند کَړو پورې د آسمانى رنګ مزى سره وتړلې، نو چې داسې د سينې جېب په کمربند باندې پروت وى او چې ترې نه لرې کيږى نه.