Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 39:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم ورکړے وو، هغوئ د سينې د جېب کَړۍ د پېش بند کَړو پورې د آسمانى رنګ مزى سره وتړلې، نو چې داسې د سينې جېب په کمربند باندې پروت وى او چې ترې نه لرې کيږى نه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 39:21
7 Iomraidhean Croise  

اونيکس کاڼى او نور قيمتى کاڼى چې د مشر اِمام په مقدس واسکټ باندې چې پېش بند ورته وائى او د هغۀ د سينې جېب باندې ولګولے شى.


يو ښۀ ګُلکارى شوے کمربند چې د سرو زرو آسمانى او کاسنى او سور رنګ تارونو نه جوړ وى هغه دې د پېش بند سره ونښلولے شى.


هغوئ د سرو زرو دوه نورې کَړۍ هم جوړې کړې او دا يې په لاندې حِصه پورې د پېش بند د ولى دوه پټو په مخکښې ونښلولې چې ګنډ ته نزدې وې او په ګُلکارۍ ښائسته کړے شوى کمربند دپاسه وې.


چې کومه چُوغه د پېش بند لاندې اغوستلے کيږى هغه ټوله د آسمانى رنګ وړۍ نه جوړه شوې وه.


بيا عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل چې، ”کۀ څوک زما مريد جوړېدل غواړى، هغه دې د خپل ځان نه منکر شى، خپله سولۍ دې راواخلى او ما پسې دې راځى.


کۀ چرته بنى آدمو ته د خُدائ پاک حکمت بې‌وقوفى ښکارى خو دا د بنى آدم د حکمت نه زيات حکمت دے او کۀ دوئ ته د خُدائ پاک زور کمزورے ښکارى خو دا بيا هم د بنى آدمو د زور نه زورَور دے.


خو خُدائ پاک د دُنيا بې‌وقوفان غوره کړل د دې دپاره چې هوښياران شرمنده کړى، او خُدائ پاک د دُنيا کمزورى غوره کړل د دې دپاره چې زورَور شرمنده کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan