20 هغوئ د سرو زرو دوه نورې کَړۍ هم جوړې کړې او دا يې په لاندې حِصه پورې د پېش بند د ولى دوه پټو په مخکښې ونښلولې چې ګنډ ته نزدې وې او په ګُلکارۍ ښائسته کړے شوى کمربند دپاسه وې.
پينځۀ پړدې په يو ځائ وګنډه. او هغه نورې پينځۀ پړدې هم په يو ځائ وګنډه.
يو ښۀ ګُلکارى شوے کمربند چې د سرو زرو آسمانى او کاسنى او سور رنګ تارونو نه جوړ وى هغه دې د پېش بند سره ونښلولے شى.
هغوئ دوه د سرو زرو کَړۍ جوړې کړې او دا يې د سينې جېب لاندې ګوټونو دننه غاړې ته د پېش بند خوا کښې ونښلولې.
هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم ورکړے وو، هغوئ د سينې د جېب کَړۍ د پېش بند کَړو پورې د آسمانى رنګ مزى سره وتړلې، نو چې داسې د سينې جېب په کمربند باندې پروت وى او چې ترې نه لرې کيږى نه.