19 هغوئ دوه د سرو زرو کَړۍ جوړې کړې او دا يې د سينې جېب لاندې ګوټونو دننه غاړې ته د پېش بند خوا کښې ونښلولې.
اونيکس کاڼى او نور قيمتى کاڼى چې د مشر اِمام په مقدس واسکټ باندې چې پېش بند ورته وائى او د هغۀ د سينې جېب باندې ولګولے شى.
او د زنځيرونو نور دوه سرونه يې په هغه دوه څيزونو پورې وتړل چې په هغې کښې کاڼى ګېر کړے شوى وُو او داسې يې دا د پېش بند د ولى په پټو پورې مخکښې ونښلول.
هغوئ د سرو زرو دوه نورې کَړۍ هم جوړې کړې او دا يې په لاندې حِصه پورې د پېش بند د ولى دوه پټو په مخکښې ونښلولې چې ګنډ ته نزدې وې او په ګُلکارۍ ښائسته کړے شوى کمربند دپاسه وې.