18 او د زنځيرونو نور دوه سرونه يې په هغه دوه څيزونو پورې وتړل چې په هغې کښې کاڼى ګېر کړے شوى وُو او داسې يې دا د پېش بند د ولى په پټو پورې مخکښې ونښلول.
په هغه دوو کاڼو باندې د يعقوب د زامنو نومونه د يو ماهِر زرګر په ذريعه وليکه او دا کاڼى په سرو زرو کښې ګېر کړه.
او دوه د سوچه سرو زرو زنځيرونه جوړ کړه چې د تارونو په شان تاو شوى وى او د سرو زرو په دې څيزونو پورې يې ونښلوه.
دواړو طرفونو ته دې ورباندې د اوږې پټۍ لګېدلې وى، چې د دې په ذريعه تړلے شى.
هغوئ د سرو زرو هغه دوه زنځيرونه په دوه کَړو پورې يې وتړل
هغوئ دوه د سرو زرو کَړۍ جوړې کړې او دا يې د سينې جېب لاندې ګوټونو دننه غاړې ته د پېش بند خوا کښې ونښلولې.
ستا اننګى څومره ښائسته دينه، او هغه ستا د غوږونو والو سره ځليږينه. او ستا غړۍ څومره ښائسته ده، او د سرو سره څومره ښُکلې ښکارينه.