17 هغوئ د سرو زرو هغه دوه زنځيرونه په دوه کَړو پورې يې وتړل
او دوه د سوچه سرو زرو زنځيرونه جوړ کړه چې د تارونو په شان تاو شوى وى او د سرو زرو په دې څيزونو پورې يې ونښلوه.
هغوئ د کاڼو ګېرولو دپاره د سرو زرو دوه څيزونه جوړ کړل او د سرو زرو دوه کَړۍ او دا دوه کَړۍ يې د سينې جېب په بره ګوټونو پورې ونښلولې.
او د زنځيرونو نور دوه سرونه يې په هغه دوه څيزونو پورې وتړل چې په هغې کښې کاڼى ګېر کړے شوى وُو او داسې يې دا د پېش بند د ولى په پټو پورې مخکښې ونښلول.