16 هغوئ د کاڼو ګېرولو دپاره د سرو زرو دوه څيزونه جوړ کړل او د سرو زرو دوه کَړۍ او دا دوه کَړۍ يې د سينې جېب په بره ګوټونو پورې ونښلولې.
د وړلو دپاره ورله د سرو زرو څلور ګول کَړۍ جوړې کړه او دا ورله په څلورو پښو پورې ولګوه، چې دوه کَړۍ يو خوا وى او دوه بل خوا وى.
په هغه دوو کاڼو باندې د يعقوب د زامنو نومونه د يو ماهِر زرګر په ذريعه وليکه او دا کاڼى په سرو زرو کښې ګېر کړه.
د سرو زرو دوه نور څيزونه جوړ کړه چې دا کاڼى په کښې ګېرولے شى
د سينې جېب دپاره هغوئ د سوچه سرو زرو زنځيرونه جوړ کړل، چې د تارونو په شان تاو شوى وُو.
هغوئ د سرو زرو هغه دوه زنځيرونه په دوه کَړو پورې يې وتړل