15 د سينې جېب دپاره هغوئ د سوچه سرو زرو زنځيرونه جوړ کړل، چې د تارونو په شان تاو شوى وُو.
په لويه کوټه باندې د دِيار د لرګى تختې لګولے شوې وې چې په سوچه سرو زرو باندې پټې وې، چې په دې باندې د کجورو د ونو ګُلکارى شوې وه او د زنځيرونو نمونې ورباندې جوړې شوې وې.
او دوه د سوچه سرو زرو زنځيرونه جوړ کړه چې د تارونو په شان تاو شوى وى او د سرو زرو په دې څيزونو پورې يې ونښلوه.
په دې دولسو کاڼو په هر يو کاڼى باندې د يعقوب د يو زوئ نوم ليکلے وو، چې د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو نمائندګى وشى.
هغوئ د کاڼو ګېرولو دپاره د سرو زرو دوه څيزونه جوړ کړل او د سرو زرو دوه کَړۍ او دا دوه کَړۍ يې د سينې جېب په بره ګوټونو پورې ونښلولې.
ستا اننګى څومره ښائسته دينه، او هغه ستا د غوږونو والو سره ځليږينه. او ستا غړۍ څومره ښائسته ده، او د سرو سره څومره ښُکلې ښکارينه.
زۀ هغوئ له د تل ژوندون ورکوم او هغوئ به هيڅکله هم هلاک نۀ شى او هيڅوک به يې هم زما د لاس نه ونۀ شوکوى.
ترڅو چې زۀ د هغوئ سره وم ما ستا په نوم د هغوئ حفاظت وکړو کوم چې تا ما له راکړے وو. ما د هغوئ حفاظت وکړو او په هغوئ کښې يو هم هلاک نۀ شو بې له يو نه چې مرګ يې مقرر وو، نو چې د صحيفې ليک پوره شى.
کوم چې خُدائ پاک د ايمان په وسيله په خپل قُدرت سره محفوظ ساتى يعنې هغه خلاصون چې هغه په آخرى وخت کښې ښکاره کېدو ته تيار دے.
دا خط د يهوداه د طرف نه دے چې د عيسىٰ مسيح غلام او د يعقوب ورور دے. زۀ هغوئ ته دا ليکم څوک چې رابللے شوى دى، چا سره چې خُدائ پلار مينه کوى او عيسىٰ مسيح دپاره يې محفوظ ساتى.