Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 38:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 هغۀ د کتان د پړدو نه د مالِک خُدائ د حضور خېمې دپاره دربار جوړ کړو. د جنوب په طرف پړدې پنځوس ګزه اوږدې وې،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 38:9
13 Iomraidhean Croise  

د مالِک خُدائ د کور په مخکښې يو دنننے دربار جوړ کړے شوے وو چې د کاڼى هرې درېمې ردې نه پس يې د دِيار د لرګى تيرونه وُو.


د هغۀ در ته د شُکر ګزارۍ سره ورننوځئ، او د هغۀ دربار ته د ثناء صِفت کولو سره ورننوځئ، د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ او د هغۀ د نوم ثناء صِفت وکړئ.


ستا په دربار کښې يوه ورځ بهتره ده په تېرېدو د بل ځائ د زرو ورځو نه. زۀ د خُدائ پاک په کور کښې دربان ښۀ يم نه چې د شريرانو په خېمو کښې اوسېږم.


روح مې ليواله دے تر دې چې ناتوانه دے، د دې دپاره چې زۀ د مالِک خُدائ دربار ته ننوځم. زما زړۀ او زما ځان په چغه د ژوندى خُدائ ثناء صِفت کوى.


د فرښتو جماعت هم د خُدائ پاک نه يريږى، او د هغۀ شان او شوکت هم د هغه چا نه زيات دے څوک چې ټول د هغۀ د تخت نه ګېرچاپېره راټول شوى دى.


هغه چې د مالِک خُدائ په کور کښې کَرلے شوى وى، دوئ به زمونږ د خُدائ پاک په دربار کښې غوړيږى.


او مالِک خُدائ وفرمائيل، ”د مقدسې خېمې يعنې زما د حضور خېمې دننه برخه د کتان د لسو پړدو نه جوړه کړه چې دا د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ د وړۍ نه تياره وى. په دې باندې په ګُلکارۍ کښې د وزرو والا مخلوق جوړ کړه.


دا د زېړو شلو ستنو او د زېړو په شلو پښو کښې، د سپينو زرو کُنډو او د سپينو زرو سيخونو په ذريعه ټينګې کړے شوې وې.


موسىٰ د خېمې او قربان‌ګاه نه ګېرچاپېره پړدې ودرولې او دربار ته د ننوتلو په دروازه باندې يې پړده ځوړنده کړه. نو موسىٰ ټول کار سر ته ورسولو.


ګېرچاپېره پړدې ودروه او د دې په دروازه باندې پړده ځوړنده کړه.


د هغه پړدو چې د خېمې د دربار او د قربان‌ګاه نه ګېرچاپېره وې او دربار ته د ننوتلو د دروازې پړدې. هغوئ د هغه ټول خِدمت ذمه وار وُو چې د دې څيزونو سره يې تعلق لرلو.


د مقدسې خېمې او قربان‌ګاه نه ګېرچاپېره د دربار پړدې او رسۍ، دربار ته د ننوتلو د دروازې پړدې او هغه ټول سامان چې د دې په ودرولو کښې استعماليږى. هغوئ به هغه ټولې ذمه وارۍ سر ته رسوى چې د دې څيزونو سره تعلق لرى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan