6 هغۀ د وړولو دپاره د کيکر د لرګى نه ورله څلور بازوګان جوړ کړل او د زېړو پترى يې ورباندې وخېژول،
سره رنګ شوې د ګډو څرمن، ښۀ څرمن، د کيکر لرګے،
د ډيوو دپاره تېل، د غوړولو د تېلو دپاره مصالحې او د خوشبويۍ مصالحې،
هغۀ څلور کَړۍ جوړې کړې او په څلورو ګوټونو يې ورله ولګولې.
او د قربانګاه دواړو طرفونو ته چې کومې کَړۍ وې په هغې کښې يې ولګولې. قربانګاه د لرګى تختو نه جوړه وه او د مينځ نه تشه وه.
نو ما د کيکر لرګى نه يو صندوق جوړ کړو او د اولنو په شان مې د کاڼى دوه تختې جوړې کړې او د ځان سره مې غر ته وخېژولې.