31 د دربار ګېرچاپېره او د دربار د دروازې دپاره پښې او د خېمې دپاره او ګېرچاپېره د دربار دپاره ټول موږى يې ترې نه جوړ کړل.
دا به د زېړو د شلو ستنو په ذريعه د زېړو په شلو پښو کښې، د سپينو زرو کُنډو او د سپينو زرو سيخونو په مدد سره ټينګولے شى.
په خېمه کښې چې څومره سامان استعماليږى او د خېمې او دربار دپاره ټول موږى به د زېړو نه جوړولے شى.
هغۀ د دې نه د مالِک خُدائ د حضور خېمې د دروازې دپاره پښې، د زېړو قربانګاه سره د زېړو جالۍ او د قربانګاه دپاره نور ټول سامان جوړ کړو،
د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه هغوئ ښائسته لِباس جوړ کړو کوم به چې اِمامانو په مقدس ځائ کښې د خِدمت کولو په وخت اغوستلو. هغوئ د هارون دپاره د اِمامانو لِباس جوړ کړو، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو.