Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 38:30 - Pakistani Yousafzai Pashto

30 هغۀ د دې نه د مالِک خُدائ د حضور خېمې د دروازې دپاره پښې، د زېړو قربان‌ګاه سره د زېړو جالۍ او د قربان‌ګاه دپاره نور ټول سامان جوړ کړو،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 38:30
7 Iomraidhean Croise  

د دې پړدې دپاره د سرو زرو کُنډې جوړې کړه او د کيکر لرګى نه پينځۀ ستنې جوړې کړه چې د سرو زرو پترى ورباندې خېژولے شوى وى، او د دې ستنو دپاره پينځۀ د زېړو پښې جوړې کړه.


دا به د زېړو د شلو ستنو په ذريعه د زېړو په شلو پښو کښې، د سپينو زرو کُنډو او د سپينو زرو سيخونو په مدد سره ټينګولے شى.


د دربار ګېرچاپېره ټولې ستنې به د سپينو زرو د سيخونو سره انښلولے شى او د هغې کُنډې به د سپينو زرو وى او پښې به يې زېړو نه جوړولے شى.


د دې دپاره د څلورو ګوټونو دپاسه د ښکرو په شان څيزونه جوړ کړه چې د قربان‌ګاه سره يو ځائ شى او په دې هر څۀ باندې به د زېړو پترى وخېژولے شى.


او تۀ د زېړو يوه جالۍ هم جوړه کړه او د هغې په ګوټونو باندې د وړلو دپاره څلور د زېړو کَړۍ ولګوه.


کوم زېړ چې مالِک خُدائ ته وقف شوى وُو هغه دوه زره څلور سوه او پينځويشت کلو وُو.


د دربار ګېرچاپېره او د دربار د دروازې دپاره پښې او د خېمې دپاره او ګېرچاپېره د دربار دپاره ټول موږى يې ترې نه جوړ کړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan