29 کوم زېړ چې مالِک خُدائ ته وقف شوى وُو هغه دوه زره څلور سوه او پينځويشت کلو وُو.
د پاتې دېرش کلو سپينو زرو نه بضلىاېل سيخونه، د ستنو دپاره کُنډې او د ستنو پاسنى سرونه جوړ کړل.
هغۀ د دې نه د مالِک خُدائ د حضور خېمې د دروازې دپاره پښې، د زېړو قربانګاه سره د زېړو جالۍ او د قربانګاه دپاره نور ټول سامان جوړ کړو،