Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 38:26 - Pakistani Yousafzai Pashto

26 کوم سړى چې په مردم‌شمارۍ کښې شامل شوى وُو هر يو کس د منلے شوى معيار په مطابق هغه مقرر شوے قيمت ورکړو. په مردم‌شمارۍ کښې شامل شوى سړى شپږ لاکه درې زره پينځۀ سوه پنځوس وُو چې د هغوئ عُمر شل کاله يا د دې نه زيات وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 38:26
12 Iomraidhean Croise  

بنى اِسرائيلو د رعمسيس نه سُکات پورې پېدل مزل وکړو. د ښځو او ماشومانو نه بغېر دا تقريباً شپږ لاکه سړى وُو.


”کله چې تۀ د بنى اِسرائيلو مردم‌شمارى کوې، نو هر يو سړے به ما له د خپل ژوند قيمت راکوى، چې کله مردم‌شمارى کيږى، نو هيڅ بلا به ورباندې نۀ راځى.


هر يو کس چې په دې مردم‌شمارۍ کښې شامليږى نو هغه به خامخا د منلے شوى معيار په مطابق هغه مقرر شوے قيمت ورکوى. هر يو کس به دا مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه ورکوى.


درې زره او څلور سوه کلو سپين زر په کښې استعمال شوى وُو د مقدسې خېمې د سلو پښو او د پړدې دپاره، د هرې يوې پښې دپاره څلور دېرش کلو استعمال شوى وُو.


”تۀ او هارون د ټولو بنى اِسرائيلو د قبيلو او کورَنو مردم‌شمارى وکړئ. د هغه ټولو سړو نومونه وليکئ


چې عُمر يې شل کاله يا د دې نه زيات وى او چې جنګ کولے شى.


د بنى اِسرائيلو د ټولو لښکرو شمېر شپږ لاکه درې زره پينځۀ سوه او پنځوس کسان وُو چې قبيله په قبيله د هغوئ نومونه وليکلے شول.


”د بنى اِسرائيلو د ټول قوم د کورَنو په مطابق مردم‌شمارى وکړئ، د هغو ټولو سړو چې عُمر يې شل کاله يا د دې نه زيات وى او چې جنګ کولے شى.“


ټول اِسرائيليان په شمېر کښې شپږ لاکه يو زر اووۀ سوه او دېرش سړى وُو.


کله چې دوئ کفرنحُوم ته راغلل نو د خُدائ د کور خزانچى پطروس له راغلو او تپوس يې ترې وکړو چې، ”ولې ستا اُستاذ د خُدائ د کور محصُول ورکوى څۀ؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan