25 د بنى اِسرائيلو د مردمشمارۍ په وخت چې کوم سپين زر راجمع شوى وُو، هغه درې زره څلور سوه او دېرش کلو وُو،
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،
”کله چې تۀ د بنى اِسرائيلو مردمشمارى کوې، نو هر يو سړے به ما له د خپل ژوند قيمت راکوى، چې کله مردمشمارى کيږى، نو هيڅ بلا به ورباندې نۀ راځى.
د بنى اِسرائيلو نه د کفارې دا پېسې راټولوه او زما د حضور په خېمه يې خرچ کوه. دا محصُول به د هغوئ د ژوند قيمت وى او زۀ، مالِک خُدائ به هغوئ ياد ساتم او د هغوئ حِفاظت به کوم.“
”تۀ او هارون د ټولو بنى اِسرائيلو د قبيلو او کورَنو مردمشمارى وکړئ. د هغه ټولو سړو نومونه وليکئ
”د بنى اِسرائيلو د ټول قوم د کورَنو په مطابق مردمشمارى وکړئ، د هغو ټولو سړو چې عُمر يې شل کاله يا د دې نه زيات وى او چې جنګ کولے شى.“