Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 38:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 د هغۀ مدد کوونکے، د دان د قبيلې اهلياب د اخيسمک زوئ وو، هغه زرګر وو، هغه ماهِر او د کتان او د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ جوړونکے هم وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 38:23
6 Iomraidhean Croise  

کتان، د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ، د چېلو د وړۍ کپړه،


د خېمې د ننوتلو دروازې دپاره د کتان نه يوه پړده جوړه کړه چې د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه تياره شوې وى او چې دا په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوے وى.


”ګوره، ما د يهوداه قبيلې، بضلى‌اېل غوره کړے دے، چې د اورى زوئ او د حُور نمسے دے،


او ګوره، ما اهلياب هم خوښ کړے دے چې د اخيسمک زوئ دے او د دان د قبيلې نه دے، چې هغوئ يو ځائ کار وکړى. ما نورو ټولو هُنرمندو له هم لوئ قابليت ورکړے دے، چې هغوئ هغه څۀ جوړ کړى چې ما حُکم ورکړے دے،


مالِک خُدائ هغۀ له او د دان قبيلې، د اخيسمک زوئ اهلياب له هم دا قابليت ورکړے دے چې خپل د هُنر کارونه نورو ته وښائى.


بضلى‌اېل، اهلياب او نورو ټولو ماهِرو کسانو له مالِک خُدائ مهارت او پوهه ورکړې ده چې هغوئ هغه هر څۀ د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق جوړ کړى چې په مقدسه خېمه کښې يې ضرورت وى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan