22 د يهوداه د قبيلې، بضلىاېل، چې د اورى زوئ او د حُور نمسے وو، هغه هر څۀ جوړ کړل چې مالِک خُدائ حُکم کړے وو.
د حُور زوئ اورى وو او د هغۀ نمسے بضلىاېل وو.
نو بيا به زۀ شرمنده نۀ شم ځکه چې زۀ ستا په ټولو حُکمونو باندې عمل کوم.
موسىٰ بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د يهوداه د قبيلې بضلىاېل غوره کړے دے، چې د اورى زوئ او د حُور نمسے دے.
دا د هغه څيزونو تفصيل دے کوم چې د مالِک خُدائ د حضور په خېمه کښې استعمال شوى وُو، چرته چې د کاڼو هغه دوه تختې ساتلے شوې وې چې لس حُکمونه ورباندې ليکلے شوى وُو. د تفصيل د تيارولو حُکم موسىٰ ورکړے وو او د دې کار دپاره د ليويانو مشر اِتمر وو چې د هارون اِمام زوئ وو.
خو مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”داسې مۀ وايه چې زۀ لا هلک يم ځکه زۀ چې هر چا ته تا ورلېږم نو تۀ به ورځې او هر څۀ چې درته وايم هغه به ورته وائې.
او دا تعليم ورکوئ چې په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چې ما تاسو ته حکم کړے دے. او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“