Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 38:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 د خېمې او د دربار دپاره ګېرچاپېره ټول موږى د زېړو نه جوړ شوى وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 38:20
10 Iomraidhean Croise  

تقريباً نيم سېر سرۀ زر د مېخونو د جوړولو دپاره استعمال شوى وُو او د برنو کوټو دېوالونه هم په سرو زرو باندې پټ وُو.


خو اے مالِکه خُدايه، زمونږ خُدايه پاکه، تۀ د لږ وخت دپاره په مونږ مِهربانه يې چې زمونږ څۀ کسان دې ژوندى پرېښى دى چې د غلامۍ نه وتښتى او په دې مقدس ځائ کښې په حِفاظت سره اوسيږى. تا مونږ د غلامۍ نه آزاد کړى يُو او يو نوے ژوند دې راکړے دے.


په خېمه کښې چې څومره سامان استعماليږى او د خېمې او دربار دپاره ټول موږى به د زېړو نه جوړولے شى.


دا د څلورو ستنو او د زېړو څلورو پښو په ذريعه ټينګه کړے شوې وه، کُنډې، د ستنو پاسنى سرونه او سيخونه يې د سپينو زرو نه جوړ وُو.


دا د هغه څيزونو تفصيل دے کوم چې د مالِک خُدائ د حضور په خېمه کښې استعمال شوى وُو، چرته چې د کاڼو هغه دوه تختې ساتلے شوې وې چې لس حُکمونه ورباندې ليکلے شوى وُو. د تفصيل د تيارولو حُکم موسىٰ ورکړے وو او د دې کار دپاره د ليويانو مشر اِتمر وو چې د هارون اِمام زوئ وو.


د هوښيارانو خبرې د تېرو چُوکو په شان دى، د جمع شوى متلونو خبرې د چُوکو په څوکه کښې د مېخونو په شان دى چې يو شپون يې د ګډو د بوتلو دپاره استعمالوى.


زۀ به هغۀ يوه لويه مرتبه ورکړم لکه څنګه چې په دېوال کښې مېخ کلک لګېدلے وى، او دا به د هغۀ د خاندان دپاره د عزت سبب وګرځى.


صيون ته وګورئ، دا هغه ښار دے چرته چې مونږ مذهبى اخترونه کوُو. يروشلم ته وګورئ، دا به د اوسېدو دپاره څومره محفوظ ځائ وى. دا به يو داسې خېمه وى چې هيڅکله به نۀ شى اخوا کولے، د دې موږى به کله هم نۀ راويستلے کيږى، او د دې پړى به هيڅکله نۀ شليږى.


او هغوئ د بدن د سر يعنې مسيح سره تعلق پرېښے دے. ځکه چې په هغۀ کښې د بدن ټول بندونه او پلې په خپلو کښې يو ځائ کيږى او خُدائ پاک ورله وده ورکوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan