19 دا د څلورو ستنو او د زېړو څلورو پښو په ذريعه ټينګه کړے شوې وه، کُنډې، د ستنو پاسنى سرونه او سيخونه يې د سپينو زرو نه جوړ وُو.
هغۀ د ستنو دپاره دوه د زېړو سرونه هم جوړ کړل، چې هر يو اووۀ نيم فټه لوړ وو.
دا به د زېړو د شلو ستنو په ذريعه د زېړو په شلو پښو کښې، د سپينو زرو کُنډو او د سپينو زرو سيخونو په مدد سره ټينګولے شى.
د دربار د دروازې پړده د مهينې لټې نه جوړه وه چې د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه تياره شوې وه. او په ګُلکارۍ ښائسته کړے شوې وه. دا د دربار د پړدو په شان، لس ګزه اوږده او دوه نيم ګزه اوچته وه.
د خېمې او د دربار دپاره ګېرچاپېره ټول موږى د زېړو نه جوړ شوى وُو.