17 د ستنو پښې د زېړو نه جوړې کړے شوې وې او د دې کُنډې، سيخونه او د ستنو دپاسه سرونه د سپينو زرو نه جوړ وُو. د دربار نه ګېرچاپېره ټولې ستنې د سپينو زرو سيخونو سره انښلولے شوې وې.
هغۀ د ستنو دپاره دوه د زېړو سرونه هم جوړ کړل، چې هر يو اووۀ نيم فټه لوړ وو.
دا به د زېړو د شلو ستنو په ذريعه د زېړو په شلو پښو کښې، د سپينو زرو کُنډو او د سپينو زرو سيخونو په مدد سره ټينګولے شى.
د دربار ګېرچاپېره ټولې پړدې د کتان نه جوړې وې.
د دربار د دروازې پړده د مهينې لټې نه جوړه وه چې د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه تياره شوې وه. او په ګُلکارۍ ښائسته کړے شوې وه. دا د دربار د پړدو په شان، لس ګزه اوږده او دوه نيم ګزه اوچته وه.
هغوئ د مقدسې خېمې د چوکاټونو، دُرشلو، ستنو، پښو او د دې په نورو ټولو څيزونو ذمه وار مقرر شول. هغوئ د هغه ټول خِدمت ذمه وار وُو چې د دې څيزونو سره يې تعلق لرلو.
او د ستنو، پښو، موږو او د خېمې د ګېرچاپېره د دربار د پړدو رسو، سره د هغه ټول سامان د وړلو ذمه وار وى چې د دې په ودرولو کښې استعماليږى. هر يو سړے به د هغه څيزونو ذمه وار وى کوم چې ورته حواله شوى وى.