Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 38:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 د سوزېدونکې نذرانې دپاره، د کيکر د لرګى نه بضلى‌اېل يوه قربان‌ګاه جوړه کړه. هغه څلور‌ګوټه وه، چې اووۀ نيم فټه اوږده وه، اووۀ نيم فټه پلنه او څلور نيم فټه لوړه وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 38:1
19 Iomraidhean Croise  

خو د زېړو کومه قربان‌ګاه چې د حُور نمسى او د اورى زوئ بضلى‌اېل جوړه کړې وه هغه هلته په جبعون کښې د مالِک خُدائ د مقدسې خېمې په مخکښې پرته وه. سليمان بادشاه او ټولو خلقو هلته مالِک خُدائ ته سوال وکړو.


د سليمان بادشاه يوه د زېړو قربان‌ګاه وه، کومه چې تقريباً لس ګزه اوږده، لس ګزه پلنه او پينځۀ ګزه اوچته وه.


سره رنګ شوې د ګډو څرمن، ښۀ څرمن، د کيکر لرګے،


او مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،


د سوزېدونکې نذرانې قربان‌ګاه او د هغې ټول سامان، د وينځلو ښانک او د هغې بېخ،


هغۀ د څلورو ګوټونو دپاره د ښکرونو په شان څيزونه جوړ کړل چې د قربان‌ګاه سره يې يو ځائ کړل. هغۀ په دې هر څۀ باندې د زېړو پترى خېژولى وُو.


او هلته پړدې ته مخامخ هغۀ د سوزېدونکې نذرانې قربان‌ګاه کېښوده. او په هغې باندې يې سوزېدونکې نذرانې او د غلې نذرانې پېش کړې، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.


د خېمې په مخکښې د سوزېدونکې نذرانې قربان‌ګاه کېږده.


هر څوک چې پلار ما ته حواله کړى هغه به ما له راشى او څوک چې ما له راشى هغه به زۀ هيڅکله ونۀ شړم.


نو په دې وجه، زما وروڼو او خوېندو، زۀ د خُدائ پاک د رحمتونو په وسيله تاسو ته منت کوم چې خپل ځانونه خُدائ پاک ته د داسې ژوندۍ قربانۍ دپاره وړاندې کړئ چې هغۀ ته مقدسه او قبوله وى، او هم دا ستاسو اصلى عبادت دے.


زمونږ داسې قربان‌ګاه ده چې هغوئ ترې د خوراک کولو حق نۀ لرى څوک چې په خېمه کښې خدمت کوى.


عيسىٰ مسيح پرون، نن او تل تر تله يو شان دے.


نو ځکه اے پاکو وروڼو او خوېندو، تاسو چې په آسمانى بلنه کښې شريک يئ، په هغه رسول او مشر اِمام عيسىٰ غور وکړئ د چا چې مونږ اِقرار کوُو.


نو د مسيح په وينه به لا نور څومره پاک شى، چا چې د ابدى روح په وسيله خپل ځان خُدائ پاک ته د بې‌عېبه قربانۍ په طور پېش کړو، چې هغه زمونږ ضمير شرارت اميز عملونو نه پاک کړى او چې مونږ د ژوندى خُدائ پاک عبادت وکړُو.


تاسو هم د ژوندو کاڼو په شان يئ چې خُدائ پاک ترې نه خپل روحانى کور جوړوى چې د اِمامانو مقدسه فرقه په جوړېدو داسې روحانى قربانۍ پېش کړئ چې د عيسىٰ مسيح په وسيله خُدائ پاک ته قبولې وى.


او ښار په څلور ګوټه شکل جوړ وو او څومره چې اوږد وو هغه هومره پلن وو، او هغې د ښار ناپ په ګز وکړو او د دې اوږدوالے، پلنوالے او اوچتوالے برابر وُو چې دوه نيم زره کيلوميټره وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan