4 د وړلو دپاره يې ورله د کيکر د لرګى بازوګان جوړ کړل او د سرو زرو پترى يې ورباندې وخېژول،
بازوګان دومره اوږدۀ وُو چې هغه خلقو ته ښکارېدل څوک چې زيات مقدس ځائ ته مخامخ ولاړ وو، خو د بهر نه نۀ ښکارېدل. (هغه بازوګان تر نن ورځې پورې هلته دى.)
سره رنګ شوې د ګډو څرمن، ښۀ څرمن، د کيکر لرګے،
د وړولو دپاره هغۀ ورله د سرو زرو څلور کَړۍ جوړې کړې او دا يې ورله په څلور پښو پورې ولګولې، چې دوه کَړۍ په يو خوا وې او دوه يې بل خوا وې.
او دا يې د لوظ د صندوق په کړو کښې دواړو طرفونو ته وردننه کړې.
خو مالِک هغۀ ته وفرمائيل چې، ”تۀ لاړ شه ځکه چې دا سړے ما غوره کړے دے څوک چې به غېرو يهوديانو او د هغوئ بادشاهانو او بنى اِسرائيلو ته زما نوم بيان کړى.
او دا آزمېښتونه به دا خبره ثابته کړى چې ستاسو ايمان اصلى دے، او دا وآزمائيلے شو لکه څنګه چې سرۀ زر په اور آزمائيلے کيږى، خو ستاسو ايمان د فانى سرو زرو نه ډېر زيات قيمتى دے. نو ستاسو ايمان به د عيسىٰ مسيح د راښکاره کېدو په ورځ د جلال او احترام سبب شى.