3 د وړولو دپاره هغۀ ورله د سرو زرو څلور کَړۍ جوړې کړې او دا يې ورله په څلور پښو پورې ولګولې، چې دوه کَړۍ په يو خوا وې او دوه يې بل خوا وې.
ليويانو دا د بازوګانو په ذريعه په خپلو ولو باندې يوړو، لکه څنګه چې موسىٰ د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق حُکم کړے وو.
د هغوئ خورو ورو وزرو د لوظ صندوق او د وړولو بازوګان پټ کړل.
بهر او دننه يې د سوچه سرو زرو پترى پرې وخېژول او ګېرچاپېره يې ترې نه د سرو زرو غاړه شان تاو کړه.
د وړلو دپاره يې ورله د کيکر د لرګى بازوګان جوړ کړل او د سرو زرو پترى يې ورباندې وخېژول،
ما جواب ورکړو چې، ”زما مالِکه، تۀ خبر يې.“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”دا هغه کسان دى چې د لوئ مصيبتونو نه راغلى دى، هغوئ خپلې جامې د ګډُورى په وينو وينځلې او په هغې سپينې کړې دى.