Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 37:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 د خوشبويۍ سوزولو دپاره هغۀ د کيکر د لرګى نه يوه قربان‌ګاه جوړه کړه. دا څلور‌ګوټه وه، اتلس اِنچۍ اوږده، اتلس اِنچۍ پلنه او يو ګز اوچته وه. څلور د ښکرو په شان ګوټونه يې ورله جوړ کړى وُو چې د قربان‌ګاه سره يو ځائ شوى وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 37:25
15 Iomraidhean Croise  

خو کله چې عُزياه بادشاه تکړه شو، نو هغه مغروره شو او په دې وجه هغه د تباهۍ طرف ته لاړو. هغۀ د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک سره خيانت وکړو ځکه چې هغه په خپله د مالِک خُدائ کور ته لاړو او د خوشبويۍ په قربان‌ګاه باندې يې خوشبوئى وسوزوله.


مېز او د هغې سامان، د سوچه سرو زرو ډيوټ او د هغې ټول سامان، د خوشبويۍ د سوزولو قربان‌ګاه،


د خوشبويۍ سوزولو دپاره قربان‌ګاه او د دې بازوګان، د غوړولو تېل، د خوشبويۍ مصالحه، خېمې ته د ننوتلو دروازې دپاره پړده،


هغۀ پينځۀ دېرش کلو سوچه سرۀ زر په ډيوټ او د دې ټول سامان جوړولو کښې استعمال کړل.


هغۀ د هغې په چت، څلورو طرفونو او د هغې د ښکرو په شان څيزونو باندې د سوچه سرو زرو پترى وخېژول او ګېرچاپېره يې ترې نه د سرو زرو غاړه شان تاو کړه.


د لوظ صندوق په مخکښې د سرو زرو قربان‌ګاه کېږده کومه چې د سوزېدونکې خوشبويۍ دپاره ده او د خېمې په دروازه باندې پړده ځوړنده کړه.


اے ړندو، کوم څيز زيات اهم دے، شکرانه کۀ هغه قربان‌ګاه چې شکرانه هم پاکوى؟


زمونږ داسې قربان‌ګاه ده چې هغوئ ترې د خوراک کولو حق نۀ لرى څوک چې په خېمه کښې خدمت کوى.


نو په دې وجه هغه اوس او همېشه کولے شى چې څوک هم د هغۀ په وسيله خُدائ پاک ته راځى هغه هغوئ ته خلاصون ورکولے شى ځکه چې هغه د هغوئ د شفاعت دپاره همېشه ژوندے دے.


په هغې کښې د سرو زرو د خوشبو قربان‌ګاه او د لوظ صندوق وو چې په څلورو واړو طرفو يې سرۀ زر لګېدلى وُو. په دې کښې د من نه ډک يو د سرو زرو منګے، او د هارون زرغونه شوې امسا، او د کاڼو تختۍ چې پرې حُکمونه ليکلے شوى وُو.


تاسو هم د ژوندو کاڼو په شان يئ چې خُدائ پاک ترې نه خپل روحانى کور جوړوى چې د اِمامانو مقدسه فرقه په جوړېدو داسې روحانى قربانۍ پېش کړئ چې د عيسىٰ مسيح په وسيله خُدائ پاک ته قبولې وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan