21 د څانګو د دې درېو جوړو د هرې يوې لاندې يوه غوټۍ وه.
د دې شپږ واړو څانګو به درې درې د ښۀ ښکارېدو ګلونه وى، دا به سره د غوټو او پاڼو د بادام د ګلونو په شان جوړ وى.
د دې درېو واړو څانګو د هرې يوې لاندې به يوه غوټۍ وى.
د ډيوټ د ډنډې د ښۀ ښکارېدو دپاره څلور ګلونه وُو، دا سره د غوټو او پاڼو د بادام د ګلونو په شان وُو.
دا غوټۍ، څانګې او ډيوټ د ټکېدلے شوو سوچه سرو زرو د يوې ټُکړې نه جوړ وُو.