Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 37:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 د ډيوټ د ډنډې د ښۀ ښکارېدو دپاره څلور ګلونه وُو، دا سره د غوټو او پاڼو د بادام د ګلونو په شان وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 37:20
8 Iomraidhean Croise  

د سوچه سرو زرو نه يو ډيوټ جوړ کړه. د دې بېخ او د دې ډنډا د ټکېدلے شوو سرو زرو نه جوړ کړه، د دې د ښۀ ښکارېدلو دپاره ګلونه، سره د غوټو او پاڼو جوړ کړه، چې د دې سره يوه ټُکړه شى.


د دې شپږ واړو څانګو به درې درې د ښۀ ښکارېدو ګلونه وى، دا به سره د غوټو او پاڼو د بادام د ګلونو په شان جوړ وى.


د ډيوټ د ډنډې به د ښۀ ښکارېدو څلور ګلونه وى، دا به سره د غوټو او د پاڼو د بادام د ګلونو په شان وى.


د دې شپږ واړو څانګو درې درې د ښۀ ښکارېدو ګلونه وُو دا سره د غوټو او پاڼو د بادام د ګلونو په شان جوړ وُو.


د څانګو د دې درېو جوړو د هرې يوې لاندې يوه غوټۍ وه.


د هغې نه مخکښې چې تۀ د اوچتو ځايونو او د کوڅو د خطرو نه يرېږې. د هغې نه مخکښې چې ستا وېښتۀ سپين شى داسې لکه چې د بادامو ګلونه کولاو شى، او تۀ د پښو نه پاتې شې داسې لکه مُلخ پښې راکاږى، او ستا شهوت ختم شى. هغه ياد ساته، د هغې نه مخکښې چې ستا پښې په قبر کښې وى کوم چې به ستا ابدى کور وى، او کله به چې خلق ستا په جنازه کښې وير کوى.


نو بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو او وې فرمائيل، ”يرمياه، تا ته څۀ ښکارى؟“ ما ورته ووئيل، ”ما ته د بادام د ونې يوه څانګه ښکارى.“


په ورپسې ورځ، کله چې موسىٰ خېمې ته دننه لاړو، نو هغۀ د هارون امسا وليده چې د ليوى قبيلې دپاره وه، هغه زرغونه شوې وه، دې غوټۍ او ګلونه کړى وُو او پاخۀ بادام يې نيولى وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan