17 د سوچه سرو زرو نه هغۀ ډيوټ جوړ کړو. د دې بېخ او ډنډا يې د ټکېدلے شوو سرو زرو نه جوړه کړه، د دې د ښۀ ښکارېدلو ګلونه، سره د غوټو او پاڼو، چې د دې سره يو ځائ شى.
يعنې هرې يوې ډيوې او ډيوټ د جوړولو دپاره،
هر سحر او هر ماښام هغوئ هغۀ ته خوشبوئى او پوره سوزېدونکې نذرانې پېش کوى. هغوئ په هغه مېز باندې د روټۍ نذرانې پېش کوى کوم چې پاک دے او هره شپه هغوئ د سرو زرو په ډيوټ باندې ډيوې بلوى. مونږ د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک په اصُولو باندې عمل کوُو، خو تاسو هغه پرېښے دے.
مېز او د هغې سامان، د سوچه سرو زرو ډيوټ او د هغې ټول سامان، د خوشبويۍ د سوزولو قربانګاه،
هغۀ د مېز دپاره د سوچه سرو زرو نه دا لوښى جوړ کړل، جامونه، کاسې، رکېبۍ او د څښلو نذرانو تويَولو دپاره منګى.
د دې د اړخونو نه شپږ څانګې وتلې وې، چې درې په يو طرف وې او درې په بل طرف وې.
هارون به د هغه ډيوو خيال ساتى کومې چې د سوچه سرو زرو په ډيوټ باندې دى او دې ته به پام کوى چې دا د مالِک خُدائ په حضور کښې هر وخت بليږى.
بيا ما د فرښتې نه تپوس وکړو، ”دا د زيتُونو دوه ونې څۀ دى چې د ډيوټ ښې او ګس طرف ته دى؟“
”اوس تا ته څۀ ښکارى؟“ هغې ما نه تپوس وکړو. ما جواب ورکړو، ”زۀ د سرو زرو يو ډيوټ ګورم چې په سر يې د تېلو يوه کاسه ده. او د کاسې نه ګېرچاپېره اووۀ ډيوې دى، او د هرې يوې د باتو سره اووۀ د تېلو فوارې دى.
د سر نه تر بېخه پورې ډيوټ د ټکولے شوو سرو زرو نه جوړ وو، هم د هغې نقشې په مطابق چې مالِک خُدائ موسىٰ ته ښودلې وه.
چې ډيوه بله شى نو څوک پرې لوښے نۀ ږدى، بلکې د ډيوټ دپاسه کېښودلے شى چرته چې د کور ټولو خلقو ته رڼا ورکوى.
نو چې تاسو بېداغه او پاک شئ. او په بدو او بېلارې خلقو کښې د خُدائ پاک د معصوم بچو په شان اوسېږئ او په هغوئ کښې تاسو د آسمان د ستورو په شان وځلېږئ.
نو يوه خېمه جوړه کړے شوه چې په اوله حِصه کښې ډيوټ، مېز او پېش کړے شوې روټۍ وې، چې ورته مقدس ځائ وائى.
زۀ ورپسې راتاو شوم چې دا څوک دے چې ما سره خبرې کوى، او چې زۀ راتاو شوم نو ما د سرو زرو اووۀ ډيوټونه وليدل.