13 د وړلو دپاره يې ورله د سرو زرو څلور ګول کَړۍ جوړې کړې او دا يې ورله په څلورو ګوټونو کښې ولګولې، چرته چې پښې وې.
ګېرچاپېره يې درې اِنچۍ پلنه يوه ژۍ ورله جوړه کړه او د ژۍ نه ګېرچاپېره يې د سرو زرو غاړه تاو کړه.
هغۀ دا کَړۍ د ژۍ سره نزدې ولګولې چې هغه بازوګان ونيسى چې د کومو په ذريعه دا مېز وړلے شو.