1 بضلىاېل د کيکر د لرګى نه د لوظ صندوق جوړ کړو، چې پينځۀ څلوېښت اِنچۍ اوږد وو او اوويشت اِنچۍ پلن او اوويشت اِنچۍ لوړ وو.
د حُور زوئ اورى وو او د هغۀ نمسے بضلىاېل وو.
دا پړده د خېمې په چت کښې د کُنډو په قطار کښې ځوړنده کړه او د پړدې نه شا ته د لوظ صندوق کېږده چې په هغې کښې د کاڼو دوه تختې دى. دا پړده به مقدس ځائ د زيات مقدس ځائ نه جدا کوى.
يعنې زما د حضور خېمه، د لوظ صندوق او د کفارې تخت چې ورباندې پروت دے، د خېمې نور ټول سامان،
بهر او دننه يې د سوچه سرو زرو پترى پرې وخېژول او ګېرچاپېره يې ترې نه د سرو زرو غاړه شان تاو کړه.
په دې کښې د لوظ صندوق کېږده په کوم کښې چې لس حُکمونه دى او د دې په مخکښې پړده ولګوه.
نو ما د کيکر لرګى نه يو صندوق جوړ کړو او د اولنو په شان مې د کاڼى دوه تختې جوړې کړې او د ځان سره مې غر ته وخېژولې.
په هغې کښې د سرو زرو د خوشبو قربانګاه او د لوظ صندوق وو چې په څلورو واړو طرفو يې سرۀ زر لګېدلى وُو. په دې کښې د من نه ډک يو د سرو زرو منګے، او د هارون زرغونه شوې امسا، او د کاڼو تختۍ چې پرې حُکمونه ليکلے شوى وُو.