Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 36:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 د ټولو نه تکړه کسانو د مالِک خُدائ د حضور خېمه جوړه کړه. هغوئ دا د مهينې لټې د لسو پړدو نه جوړه کړه چې د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه جوړې وې او په دې باندې په ګُلکارۍ کښې د وزرو والا مخلوق جوړ کړے شوے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 36:8
14 Iomraidhean Croise  

د وزرو والا دوه مخلوق د زيتُونو لرګى نه جوړ وُو او په زيات مقدس ځائ کښې اېښودے شوى وُو، چې هر يو تقريباً پينځۀ ګزه لوړ وو.


داؤد د ځان دپاره د داؤد په ښار کښې کورونه جوړ کړل. هغۀ د خُدائ پاک د لوظ صندوق دپاره هم يو ځائ تيار کړو او د دې دپاره يې يوه خېمه ودروله.


هغوئ ته يې دا وفرمائيل چې د هغۀ سره په جبعون کښې د عبادت ځائ ته لاړ شى. هغوئ هلته ځکه لاړل چې دا هغه ځائ وو چرته چې د مالِک خُدائ د حضور خېمه لګېدلې وه، کومه چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ په بيابان کښې جوړه کړې وه.


بادشاه خپلو کاريګرو له دا حُکم هم ورکړو چې د وزرو والا مخلوق د اوسپنې نه جوړ کړئ، په سرو زرو يې پټ کړئ او په زيات مقدس ځائ کښې يې کېږدئ.


د ټکېدلے شوو سرو زرو نه دوه د وزرو والا مخلوق ورله جوړ کړه،


زۀ به تا سره هلته ملاقات وکړم او د دې دوو وزرو والا مخلوق په مينځ کښې چې د کفارې صندوق د سر دپاسه دى زۀ به تا له د اِسرائيلو دپاره خپل حُکمونه درکړم.


او ګوره، ما اهلياب هم خوښ کړے دے چې د اخيسمک زوئ دے او د دان د قبيلې نه دے، چې هغوئ يو ځائ کار وکړى. ما نورو ټولو هُنرمندو له هم لوئ قابليت ورکړے دے، چې هغوئ هغه څۀ جوړ کړى چې ما حُکم ورکړے دے،


يعنې زما د حضور خېمه، د لوظ صندوق او د کفارې تخت چې ورباندې پروت دے، د خېمې نور ټول سامان،


ستاسو ټول کسبګر دې راشى او هغه هر څۀ دې جوړ کړى د کوم چې مالِک خُدائ حُکم درکړے دے،


ټولې پړدې په يو ناپ وې، هره يوه څوارلس ګزه اوږده او دوه ګزه پلنه وه.


هغوئ د سرو زرو پاڼې وټکولې او نرى نرى تارونه يې ترې نه جوړ کړل چې په کتان او د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ په وړۍ جوړولو کښې ترې نه کار اخستلے شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan