6 نو موسىٰ اِعلان وکړو چې دا پېغام دې ټولو خېمو ته ورسولے شى چې نور به هيڅ څوک د مقدسې خېمې دپاره هيڅ هم نۀ راوړى، نو خلق د نورو نذرانو راوړلو نه منع کړے شول.
او موسىٰ ته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ چې د کوم کار کولو حُکم کړے دے خلق د هغه ضرورت نه زياتې نذرانې راوړى.“
کوم سامان چې د مخکښې نه راوړلے شوے وو هغه د ټول کار ختمولو نه ډېر زيات وو.