5 او موسىٰ ته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ چې د کوم کار کولو حُکم کړے دے خلق د هغه ضرورت نه زياتې نذرانې راوړى.“
کله چې مرمت ختم شو، نو هغه پاتې شوى سرۀ زر او سپين زر بادشاه او يهويدع له ورکړے شول، چې هغوئ دا د مالِک خُدائ د کور د جامونو او نور سامان جوړولو دپاره استعمال کړل. چې ترڅو پورې يهويدع ژوندے وو، نو نذرانې به مسلسل د مالِک خُدائ په کور کښې پېش کېدلې.
نو ټولو خلقو خپلې د سرو زرو والۍ راوويستلې او هارون له يې راوړې.
نو هغه ماهِر کسان د خپل کار نه لاړل.
نو موسىٰ اِعلان وکړو چې دا پېغام دې ټولو خېمو ته ورسولے شى چې نور به هيڅ څوک د مقدسې خېمې دپاره هيڅ هم نۀ راوړى، نو خلق د نورو نذرانو راوړلو نه منع کړے شول.
ځکه چې نور ټول د خپلو ګټو په تلاش کښې دى، نه چې د عيسىٰ مسيح.