30 نو اتۀ چوکاټونه او شپاړس د سپينو زرو پښې وې، چې د هر چوکاټ لاندې دوه دوه وې.
نو اتۀ چوکاټونه او شپاړس د سپينو زرو پښې به وى، چې د هر چوکاټ لاندې به دوه دوه وى.
د ګوټونو دا چوکاټونه په بېخ کښې مِلاو وُو او د لاندې نه واخله تر سر پورې خپلو کښې انښتى وُو. دا دوه چوکاټونه هم د ګوټونو د دوه چوکاټونو په شان جوړ شوى وُو.
هغوئ د کيکر د لرګى نه پينځلس لاړى جوړ کړل، پينځۀ د خېمې د هغو چوکاټونو دپاره چې په يو طرف باندې وُو،