29 د ګوټونو دا چوکاټونه په بېخ کښې مِلاو وُو او د لاندې نه واخله تر سر پورې خپلو کښې انښتى وُو. دا دوه چوکاټونه هم د ګوټونو د دوه چوکاټونو په شان جوړ شوى وُو.
يروشلم د هغه ښار په شان جوړ شوے دے، چې ټول ښار د يو بل پسې پيوسته جوړ شوے وى.
څومره ښۀ او د مزې خبره ده کله چې وروڼه په يو اتفاق سره اوسيږى.
د ګوټونو دا چوکاټونه به په بېخ کښې مِلاو وى او د لاندې نه واخله تر سره پورې به انښتى وى. دا دوه چوکاټونه به هم دغه شان جوړولے شى چې د کومو نه دوه ګوټونه جوړولے شى.
او دوه چوکاټونه يې د خېمې د ګوټونو دپاره هم جوړ کړل.
نو اتۀ چوکاټونه او شپاړس د سپينو زرو پښې وې، چې د هر چوکاټ لاندې دوه دوه وې.
هغوئ به هره ورځ په يو زړۀ د خُدائ په کور کښې راجمع کېدل او په کورونو کښې به يې په شريکه روټۍ خوړله او خپل خوراک به يې په خوشحالۍ او په صفا زړۀ يو بل سره شريکولو.
ټول ايمانداران په يو زړۀ وو او چا هم دا دعوىٰ نۀ کوله چې دا د هغوئ ملکيت دے بلکې هغوئ سره چې څۀ هم وو هغه يې شريک کړل.
نو اوس اے وروڼو او خوېندو، عيسىٰ مسيح چې زمونږ مالِک دے، د هغۀ د نوم په وسيله په تاسو زور راوړم چې تاسو ټول يو شئ او په خپل مينځ کښې ډلې مۀ جوړَوئ، بلکې تاسو په يو عقل او پوره په يو خيال او اتفاق شئ.
دغه شان کۀ مونږ يهوديان يُو او کۀ غېريهوديان، کۀ غلامان يُو او کۀ آزاد، مونږ ټولو په يو روح کښې بپتسمه اخستې ده او خُدائ پاک زمونږ د ټولو په زړونو کښې يو روح اچولے دے.
خُدائ پاک مونږ د داسې خطرناک مرګ نه بچ کړو، او بيا به مو هم بچ کوى. زمونږ په هغۀ ايمان دے چې بيا به مو هم بچ کوى.
هغۀ شريعت سره د دې د حکمونو او قانون منسوخ کړو. هغۀ په خپل ځان کښې د يهوديانو او غېريهوديانو دوه قبيلې يو او نوے خلقت کړل او صُلح يې په کښې راوسته.
نو اوس بيا تاسو نور پردى او مسافر نۀ يئ بلکې د مقدسينو هم مُلک او د خُدائ پاک د خاندان کسان يئ
په هغۀ کښې د عمارت ټولې برخې رايوځائ کيږى او ترې نه د مالِک مقدس کور جوړيږى.