2 بيا موسىٰ بضلىاېل، اهلياب او نور ټول ماهِر کسان راوغوښتل چا له چې مالِک خُدائ قابليت ورکړے وو او چې د هغوئ زړۀ غوښتل چې کار وکړى او موسىٰ ورته وفرمائيل چې کار شروع کړئ.
او ګوره، ما اهلياب هم خوښ کړے دے چې د اخيسمک زوئ دے او د دان د قبيلې نه دے، چې هغوئ يو ځائ کار وکړى. ما نورو ټولو هُنرمندو له هم لوئ قابليت ورکړے دے، چې هغوئ هغه څۀ جوړ کړى چې ما حُکم ورکړے دے،
هغوئ د موسىٰ نه هغه ټولې نذرانې اخستلې کومې چې بنى اِسرائيلو د مقدسې خېمې جوړولو دپاره راوړې وې. خو بنى اِسرائيلو به هر سحر خپلې نذرانې موسىٰ له راوړلې.