17 د يوې جوړې د آخرى پړدې په غاړه يې پنځوس کَړۍ جوړې کړې او د هغه بلې جوړې په غاړه يې هم پنځوس کَړۍ جوړې کړې.
په هره يوه جوړه کښې، د پړدې په بهرنۍ غاړه د آسمانى رنګ د کپړې کَړۍ جوړې کړه.
د کتان د پړدو نه زما د حضور خېمې دپاره دربار جوړ کړه چې د جنوب طرف يې پنځوس ګزه اوږد وى،
هغوئ پينځۀ پړدې يو ځائ وګنډلې او هغه نورې شپږ يې هم يو ځائ وګنډلې.
هغوئ د زېړو پنځوس کُنډې جوړې کړې او هغه يې په کړو کښې واچولې چې هغه دوه جوړې يې سره مِلاو کړې نو داسې خېمه وتړلے شوه.