23 هر يو کس چې د هغۀ سره کتان وو، د آسمانى رنګ، کاسنى، يا د سور رنګ وړۍ، د چېلو د وړۍ نه جوړه کپړه، سره رنګ شوې د ګډو څرمن، يا ښۀ څرمن وه نو رايې وړل.
د چا سره چې قيمتى کاڼى وُو نو هغه يې د مالِک خُدائ د کور د خزانې دپاره ورکړل، چې د هغې اِنتظام د جيرسون قبيلې د ليوى قبيلې يحىايل کولو.
چې د چا زړۀ هم غوښتل، ټولو نرانو او ښځو ښائسته ستنې، والۍ، ګوتې، امېلونه او د هر قِسم د سرو زرو کالى راوړل او مالِک خُدائ ته يې وقف کړل.
د هر چا هم چې د سپينو زرو يا د زېړو د پېش کولو وس وو نو هغوئ د مالِک خُدائ دپاره خپلې نذرانې راوړې او چې د چا سره د کيکر لرګى وُو چې هغه د څۀ کار دپاره هم استعمالېدلے شو نو رايې وړل.
د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه هغوئ ښائسته لِباس جوړ کړو کوم به چې اِمامانو په مقدس ځائ کښې د خِدمت کولو په وخت اغوستلو. هغوئ د هارون دپاره د اِمامانو لِباس جوړ کړو، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو.