2 د خپل کار دپاره ستاسو سره شپږ ورځې شته، خو اوومه د سبت مقدسه ورځ يعنې د آرام ورځ ده، هغه ما مالِک خُدائ ته وقف شوې ده. هر څوک چې څۀ قِسم کار هم په هغه ورځ وکړى نو هغه دې ووژلے شى.
نو هغۀ دوئ ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ حُکم کړے دے چې سبا د سبت مقدسه د آرام ورځ ده کومه چې مالِک خُدائ ته وقف ده، چې تاسو څۀ پخول غواړئ هغه نن پاخۀ کړئ او چې څۀ يشول غواړئ نو وې يشوئ. چې څۀ پاتې شى نو هغه د سبا دپاره پرېږدئ.“
په هفته کښې شپږ ورځې کار کوئ، خو په اوومه ورځ کار مۀ کوئ، د دې دپاره چې ستاسو غلامان او هغه مسافر چې ستاسو دپاره کار کوى او داسې ستاسو څاروى به هم آرام وکړى.
ستاسو سره شپږ ورځې شته چې په هغې کښې خپل کار کولے شئ، خو په اوومه ورځ کار مۀ کوئ، د يوې او د لَو په وخت هم تاسو په اوومه ورځ آرام کوئ.
”کۀ تاسو د سبت ورځ يعنې زما په مقدسه ورځ کښې کاروبار نۀ کوئ، او دې ته د خوشحالۍ ورځ وايئ، دا د مالِک خُدائ مقدسه ورځ ګڼئ، د دې ادب کوئ او په دې ورځ خپل د روزانه کارونه نۀ کوئ او په خپلو فائدو پسې نۀ ګرځئ، او فالتُو خبرې نۀ کوئ،
ستاسو سره شپږ ورځې شته چې خپل کار په کښې کولے شئ، خو ياد ساتئ اوومه ورځ د سبت ورځ ده، چې د آرام دپاره ده. په دې ورځ کار مۀ کوئ او د عبادت دپاره راغونډېږئ. د سبت ورځ د مالِک خُدائ ده، چې تاسو چرته هم اوسېږئ.
نو په دې وجه د يهوديانو مشرانو د عيسىٰ زورول شروع کړل ځکه چې هغۀ دا کارونه د سبت په ورځ کول.