10 ستاسو ټول کسبګر دې راشى او هغه هر څۀ دې جوړ کړى د کوم چې مالِک خُدائ حُکم درکړے دے،
ټول ماهِر خلق راوغواړه کومو له چې ما مهارت ورکړے دے او هغوئ ته ووايه چې د هارون جامې جوړې کړى، نو چې هغه د يو اِمام په توګه زما خِدمت ته وقف شى.
اونيکس کاڼى او نور قيمتى کاڼى چې د مشر اِمام په پېش بند او د هغۀ د سينې په جېب ولګولے شى.
د مالِک خُدائ د حضور خېمې ټول کار په ښۀ توګه سر ته ورسېدو. بنى اِسرائيلو هر څۀ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو.
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،