1 بيا موسىٰ د بنى اِسرائيلو ټول قوم راغونډ کړو او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”تاسو به د مالِک خُدائ په دې حُکمونو باندې عمل کوئ.
د سبت ورځ ياده لرئ او دا مقدسه ګڼئ.
د هغې نه پس، ټول بنى اِسرائيل د هغۀ نه راټول شول او موسىٰ هغوئ له هغه ټول حُکمونه ورکړل کوم چې مالِک خُدائ د سينا په غرۀ باندې ورکړى وُو.
ځکه چې نۀ صرف د شريعت په اورېدو بلکې په هغې د عمل کولو په وسيله سړے د خُدائ پاک په نظر کښې صادق کيږى.
خو په کلام عمل کوونکى جوړ شئ، او مۀ صرف هغه اورېدونکى جوړېږئ څوک چې ځان دوکه کوى.