Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 34:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 نو موسىٰ د اولنو په شان دوه د کاڼو نورې تختې جوړې کړې او سحر وختى هغۀ دا د سينا غرۀ ته د ځان سره وخېژولې، لکه څنګه چې مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 34:4
6 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ د سينا د غرۀ سر ته راکوز شو او موسىٰ يې د غرۀ سر ته راوغوښتلو. نو موسىٰ وروختلو


او موسىٰ خُدائ پاک له غرۀ ته وروختلو. مالِک خُدائ د غرۀ نه هغۀ ته آواز وکړو او ورته يې وفرمائيل چې، ”بنى اِسرائيلو يعنې د يعقوب اولاد ته داسې ووايه.


خُدائ پاک په خپله هغه تختې تيارې کړې وې او حُکمونه يې ورباندې ليکلى وُو.


بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د اولنو په شان دوه د کاڼى تختې جوړې کړه او زۀ به په هغې باندې هم هغه حُکمونه ليکم کوم چې په اولنو تختو باندې وُو، کومې چې تا ماتې کړې وې.


په هغه وخت کښې مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”د اولنو په شان دوه د کاڼى تختې جوړې کړه او يو د لرګى صندوق جوړ کړه چې هغه تختې په کښې کېږدې. په غر باندې ما ته راوخېژه،


نو ما د کيکر لرګى نه يو صندوق جوړ کړو او د اولنو په شان مې د کاڼى دوه تختې جوړې کړې او د ځان سره مې غر ته وخېژولې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan