35 او هغوئ به دا ليدل چې د موسىٰ مخ ځليږى. نو هغۀ به په خپل مخ واپس هغه پړده اچوله تر هغه وخته پورې چې بل ځل به هغه د مالِک خُدائ سره خبرو کولو له تلو.
بيا موسىٰ د بنى اِسرائيلو ټول قوم راغونډ کړو او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”تاسو به د مالِک خُدائ په دې حُکمونو باندې عمل کوئ.
څوک د هوښيار په شان دے؟ څوک د خبرو د صحيح تشريح عِلم لرى؟ حِکمت د هغوئ مخونه روښانه کوى او د هغوئ سخت مزاج نرموى.
څوک چې هوښيار دى د نمر د شغلو په شان به ځليږى، او هغوئ څوک چې ډېرو خلقو ته د صداقت لارښودنه کوى، هغوئ به لکه د ستورو په شان د تل دپاره ځليږى.
او بيا به صادقان د خپل پلار په بادشاهۍ کښې لکه د نمر ځليږى. څوک چې غوږونه لرى نو هغه دې واورى.
او تاسو هم دغه رنګ د خلقو د وړاندې رڼا خوره کړئ د دې دپاره چې هرکله هغوئ ستاسو ښۀ کارونه ووينى نو هغوئ به ستاسو د آسمانى پلار، لوئى بيان کړى.
يحيىٰ بلېدونکې ډيوه وه چې رڼا يې کوله او تاسو غوښتل چې د لږ وخت دپاره د هغۀ په رڼا کښې خوشحالى وکړئ.
او مونږ د موسىٰ په شان نۀ يو، چې په خپل مخ يې پړده اچولې وه د دې دپاره چې بنى اِسرائيل هغه جلال ونۀ ګورى کوم چې به لږ وخت وروستو تتېدو.
نو چې تاسو بېداغه او پاک شئ. او په بدو او بېلارې خلقو کښې د خُدائ پاک د معصوم بچو په شان اوسېږئ او په هغوئ کښې تاسو د آسمان د ستورو په شان وځلېږئ.