هِجرت 34:29 - Pakistani Yousafzai Pashto29 چې کله موسىٰ د لسو حُکمونو د دوو تختو سره د سينا غرۀ نه راکوز شو، نو د هغۀ مخ ځلېدلو ځکه چې هغۀ د مالِک خُدائ سره خبرې کړې وې، خو هغه ترې نه خبر نۀ وو. Faic an caibideil |
هغې جواب ورکړو، ”څۀ سړى زما کور ته راغلى وُو خو ما ته پته نشته چې دوئ د کوم ځائ وُو. هغوئ د ښار دروازې بندېدو نه لږ مخکښې د نمرپرېواتو په وخت دلته نه لاړل. ما ترې نه دا پته ونۀ لګوله چې هغوئ چرته تلل، خو کۀ تاسو اوس په هغوئ پسې ورمنډه کړئ نو وروبه رسېږئ.“ خو راحب هغه جاسوسان چت ته خېژولى وُو او هغې چې هلته کوم د سنډ بوټى اېښى وُو نو د هغې لاندې يې پټ کړى وُو.