هِجرت 34:28 - Pakistani Yousafzai Pashto28 موسىٰ هلته د مالِک خُدائ سره څلوېښت ورځې او شپې ايسار شو، هغۀ نۀ څۀ خوړل او نۀ يې څۀ څښل. هغۀ په هغه تختو باندې د لوظ خبرې يعنې لس حُکمونه وليکل. Faic an caibideil |
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”اوس زۀ د بنى اِسرائيلو د خلقو سره يو لوظ کوم. زۀ به د دوئ په مخکښې داسې عجيبه عجيبه کارونه وکړم چې په ټوله دُنيا کښې به په يو ځائ کښې او په يو قوم کښې کله هم نۀ وى شوى. ټول خلق به وګورى چې زۀ، مالِک خُدائ څۀ عجيبه کارونه کولے شم،ځکه چې زۀ ستاسو دپاره لوئ لوئ کارونه کوونکے يم.