25 کله چې تاسو ما ته يو ځناور قربانى کوئ نو خمبيره شوې روټۍ ورسره مۀ پېش کوئ. کوم ځناور چې د فسحې په اختر کښې حلال شوى وى نو د هغې يوه برخه هم د بل سحر پورې مۀ پرېږدئ.
تر سحره پورې په دې کښې هيڅ هم باقى مۀ پرېږدئ، خو کۀ پاتې شى نو هغه وسوزوئ.
په هغه شپه دې غوښه په اور وريته کړے شى او د ترخو بوټو او د پتيرې روټۍ سره دې وخوړلے شى.
چې کله تاسو يو ځناور قربانى کوئ او د هغۀ وينه ما ته پېش کوئ نو خمبيره روټۍ ورسره مۀ پېش کوئ. په دې اخترونو کښې چې کوم ځناور ما ته قربانى شى د هغوئ وازګه دې د سحر پورې نۀ شى پرېښودلے.
کۀ څۀ غوښه يا څۀ روټۍ تر سحره پورې پاتې شى، نو هغه به سوزولے شى، هغه به نۀ شى خوړلے، ځکه چې مقدسه ده.
چې د غلې کومې نذرانې تاسو مالِک خُدائ ته پېش کوئ په يوه نذرانه کښې دې هم خمبيره نۀ وى، مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانه کښې چې کله هم خمبيره يا شات وانۀ چوئ.
د سلامتۍ د نذرانې غوښه دې خامخا هم په هغه ورځ وخوړلے شى چې په کومه ورځ هغه قربانى کيږى، تر بل سحر پورې دې د هغې نه هيڅ څيز پاتې نۀ شى.
د هغه خوراک نه هيڅ هم د بل سحر پورې مۀ پرېږدئ او چې د هغه قربانۍ د ځناورو هډُوکى مات نۀ کړئ. د فسحې اختر د ټولو اصُولو په مطابق وکړئ.
عيسىٰ ورته دا مِثال هم ورکړو چې، ”د آسمان بادشاهى د خمبيرې په شان ده چې يوې ښځې راواخسته او په درېو قلپو اوړو کښې يې ګډه کړه نو بيا هغه درې واړه خمبيره شوې.“
کله چې تاسو دا خوراک وخورئ، نو خمبيره شوې روټۍ به نۀ خورئ. اووۀ ورځې به تاسو پتيره روټۍ خورئ، هم هغه شان لکه څنګه چې تاسو د مِصر نه په تېزۍ سره راووتلئ. دا روټۍ خورئ او د دې نوم به د تکليفونو روټۍ وى، چې تر کومې پورې تاسو ژوندى يئ نو ستاسو به هغه ورځ ياده وى چې د مِصر مُلک نه راوتلئ.
اووۀ ورځې به ستاسو په مُلک کښې د هيچا په کور کښې خمبيره نۀ وى، او د وړومبۍ ورځې په ماښام د حلال شوى ځناور غوښه به هم په هغه شپه خوړلے شى.