24 د هغې نه پس چې کله زۀ قومونه ستاسو د مخې نه لرې کړم او ستاسو علاقه زياته کړم، نو د دې درېو اخترونو په دوران کښې به د هيچا دا طمع پېدا نۀ شى چې ستاسو زمکه ونيسى.
نو په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د ابرام سره يو لوظ وکړو. هغۀ وفرمائيل، ”زۀ تا سره دا لوظ کوم چې زۀ به ستا اولاد له د مِصر د دې سيند نه د فرات تر لوئ سيند پورې دا زمکه ورکوم،
چې کله يعقوب او د هغۀ زامن په سفر روان وُو، نو د ګېرچاپېره ښارونو په خلقو باندې د خُدائ پاک سخته يره راغله، نو هيڅ څوک ورپسې نۀ شول.
د صور بادشاه حيرام د داؤد همېشه ملګرے وو او چې کله هغه خبر شو چې سليمان د خپل پلار داؤد نه پس بادشاه جوړ شوے دے نو هغۀ له يې سفيران ورولېږل.
خو يعبيض د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته سوال وکړو، ”خُدايه پاکه، تۀ به ما له برکت راکوې او زما مُلک به لويَوې. زما مل شه او د هر هغه خراب عمل نه مې وساته چې ما له تکليف راکوى.“ او چې هغۀ د څۀ سوال کړے وو نو خُدائ پاک هغه هر څۀ ورکړل.
په ګېرچاپېره حکومتونو باندې د مالِک خُدائ يره راغله نو هغوئ د يهوسفط خِلاف جنګ نۀ شو کولے.
تا همېشه د هغۀ، د هغۀ د کور او د هغۀ د هر څۀ حِفاظت کړے دے، تا هغۀ له په هر کار کښې برکت ورکړے دے او په دې مُلک کښې تا هغۀ له بېشمېره رَمې ورکړې دى.
په سخته کښې مالِک خُدائ ته سوال زارى کوم، او زما سوال هغه قبلوى،
د دوئ نه وړاندې هغۀ د هغې مُلک نه خلق وشړل، او په ميراث کښې د هغوئ زمکې دوئ ته حواله کړې او هغۀ د بنى اِسرائيلو ټولې قبيلې د دوئ په کورنو کښې سمبالې کړې.
تا خپل قوم لکه د انګور د بوټى په شان د مِصر نه راوړلو، او غېر قومونه دې وشړل او د هغوئ په ځائ دې دوئ په خپل مُلک کښې ولګول.
زۀ به ستاسو نه مخکښې يوه فرښته ولېږم او زۀ به کنعانيان، اموريان، حِتيان، فرزيان، حِويان او يبوسيان وشړم.
نن چې زۀ تاسو له کوم قانون درکوم هغه ومنئ. چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو زۀ به اموريان، کنعانيان، حِويان، فرزيان، حِتيان او يبوسيان ستاسو د مخې نه لرې کړم.
کله چې مالِک خُدائ د چا د کردار نه خوشحاله وى، نو د هغۀ دشمنان به هم د هغۀ په امن کښې اوسيږى.
د دې عملونو په وجه خپل ځانونه مۀ ناپاکه کوئ، ځکه چې غېرو قومونو داسې خپل ځانونه ناپاک کړل، هغه غېرقومونه چې مالِک خُدائ به يې ستاسو نه مخکښې وشړى.
ځکه چې زۀ درسره يم. او هيڅوک به درباندې د نقصان رسولو دپاره حمله ونۀ کړى ځکه چې په دې ښار کښې ډېر خلق داسې دى چې زما دى.“
کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو علاقه لويه کړى، لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده نو بيا چې کله هم تاسو غواړئ نو هلته غوښه خوړے شئ.
ستاسو د قوم ټول سړى به په کال کښې درې ځل د مالِک خُدائ عبادت دپاره هغه يو ځائ ته يعنې د فسحې اختر، د لَو کولو اختر او د جونګړو اختر دپاره راځى. او يو سړے به هم مالِک خُدائ له خالى لاسونه نۀ راځى،
کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو علاقه پراخه کړى، لکه څنګه چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ ته فرمائيلى دى او هغه ټول مُلک درکړى چې هغۀ يې وعده کړې ده،
مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو هغه مُلک ته وردننه کړى چې د کوم قبضه کولو له ورروان يئ او هغه به د دې نه ډېر قومونه وشړى. کله چې تاسو مخ په وړاندې ځئ، نو هغه به اووۀ قومونه وشړى کوم چې ستاسو نه لوئ او طاقتور دى. هغوئ حِتيان، جرجاسيان، اموريان، کنعانيان، فرزيان، حِويان او يبوسيان دى.