22 چې کله تاسو د غنمو وړومبنے فصل رېبل شروع کوئ نو د لَو کولو اختر کوئ او په خزان کښې د فصل راټولولو اختر کوئ.
هغۀ د هرې مقدسې ورځې دپاره د موسىٰ د شريعت د حُکم په مطابق سوزېدونکې نذرانې پېش کړې، د سبت د ورځو، د نوې مياشتې اخترونو او د کال درې کلنى اخترونو: د پتيرې روټۍ اختر، د رېبلو اختر او د جونګړو اختر.
زما د درناوى دپاره په کال کښې درې ځله اختر کوئ.
چې کله تاسو خپل فصلونه رېبل شروع کوئ، نو د لَو کولو اختر کوئ په خپلو پټو کښې چې تاسو کوم تخم کَرلے وى نو د هغه فصل وړومبے پېداوار پېش کوئ او چې کله تاسو خپل فصل د پټو نه راټول کړئ نو په خزان کښې د فصل راټولولو اختر کوئ.
تاسو چې هر کال لَو کوئ نو د خپل فصل وړومبۍ غله مالِک خُدائ ته راوړئ، خو دا دې په قربانګاه باندې نۀ شى سوزولے.
سبت پسې ورځې نه پوره اووۀ هفتې وشمېرئ يعنې د هغه ورځ نه په کومه ورځ چې تاسو د خپل فصل ګېډے مالِک خُدائ ته د پېش کېدو دپاره راوړئ.
د اوومې مياشتې په وړومبۍ ورځ به تاسو د عبادت دپاره راغونډېږئ او په دې ورځ به هيڅ کار نۀ کيږى. په هغه ورځ به بيګل وغږيږى.
اوس د يهوديانو د جونګړو اختر هم رانزدې وو.
د فسحې اختر نه وروسته د پنځوسمې ورځ لمانځلو دپاره ايمانداران ټول په يو ځائ راجمع شوى وُو،
چې تاسو د فصل رېبل شروع کړئ نو د هغه وخت نه اووۀ هفتې وشمېرئ،