18 تاسو د پتيرې روټۍ اختر کوئ. لکه څنګه چې ما حُکم درکړے دے، د ابيب په مياشت کښې اووۀ ورځې پتيره روټۍ خورئ، ځکه چې دا هغه مياشت ده چې تاسو په کښې د مِصر نه راووتلئ.
”دا مياشت به ستاسو دپاره د کال اولنۍ مياشت وى.
دا هغه شپه وه چې د مالِک خُدائ په دوئ نظر وو چې کله يې دوئ د مِصر نه راوويستل، نو دغه شپه به د همېشه دپاره مالِک خُدائ ته وقف وى نو ټول بنى اِسرائيل به په هم دې وجه په راتلونکى وخت کښې په دې شپه بېدار اوسيږى.
موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”دا ورځ ياده ساتئ، په کومه ورځ چې تاسو د مِصر نه راووتلئ، چرته چې تاسو غلامان وئ، دا هغه ورځ ده چې مالِک خُدائ تاسو د خپل لوئ طاقت سره راوويستلئ، خمبيره روټۍ به نۀ خورئ.
د وړومبۍ مياشتې په دې ورځ چې د ابيب مياشت ده تاسو د مِصر نه روان يئ.
زما د درناوى دپاره په کال کښې درې ځله اختر کوئ.
چې ما څنګه حُکم درکړے دے هم هغه شان د ابيب په مياشت کښې، تاسو د پتيرې روټۍ اختر کوئ، دا هغه مياشت ده چې تاسو په کښې د مِصر نه راووتلئ. د دې اختر په اووۀ ورځو کښې تاسو پتيره روټۍ خورئ. او هيڅ څوک به هم زما په حضور کښې خالى لاسونه نۀ حاضريږى.
په پينځلسمه ورځ د پتيرې روټۍ اختر شروع کيږى او اووۀ ورځې به تاسو خمبيره روټۍ نۀ خورئ.
د وړومبۍ مياشتې په څوارلسمه ورځ به د مالِک خُدائ په درناوى کښې د فسحې اختر کولے شى.
د دې مياشتې په پينځلسمه ورځ به اختر شروع کيږى چې اووۀ ورځې به وى، چې په دې دوران کښې به صِرف پتيره روټۍ خوړلے شى.
د فسح او د پتيرې روټۍ اختر ته دوه ورځې پاتې وې او مشرانو اِمامانو او د شرعې عالمانو داسې طريقه لټوله چې عيسىٰ په پټه ونيسى او وې وژنى.
خو اوس د پتيرې روټۍ د اختر ورځ رانزدې شوې وه کومې ته چې د فسح اختر وئيلے شى.
نو کله چې هغه خبر شو چې يهوديان په دې کار خوشحاله شول، نو پطروس يې هم ګرفتار کړو. دا واقعه د پتيرې روټۍ د اختر په ورځو کښې وشوه.