Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 34:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 د هغه زمکې د خلقو سره چې لوظ ونۀ کړئ، ځکه چې کله هغوئ د خپلو معبودانو عبادت کوى او هغوئ ته قربانۍ پېش کوى، نو تاسو له به هم دعوت درکړى چې د هغوئ سره شريک شئ، او تاسو به په آزمېښت کښې پرېوځئ او خوراک به اوخورئ کوم چې هغوئ خپلو معبودانو ته پېش کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 34:15
36 Iomraidhean Croise  

خو خلقو د خپل پلار نيکۀ خُدائ پاک سره خيانت وکړو او د هغه نورو قومونو د معبودانو د عبادت په وجه يې د هغۀ خِلاف بغاوت وکړو کوم قومونه چې خُدائ پاک په هغه وخت تباه کړى وُو چې بنى اِسرائيليان مخ په وړاندې تلل.


بغېر د څۀ کمى نه، هره ورځ تاسو به په يروشلم کښې اِمامانو له هغه هر څۀ ورکوئ چې هغوئ ته د څۀ ضرورت وى، چې هغه سخى، ګډې، يا ګډُورى وى، چې د آسمان خُدائ پاک ته د قربانۍ په توګه سوزولے شى، يا چې هغه غنم، مالګه، مے، يا د زيتُونو تېل وى.


هغوئ مونږ ته ووئيل چې مونږ دې هيڅکله د هغه خلقو سره ودونه ونۀ کړُو او نۀ د هغوئ سره د ښۀ کېدو او کاميابېدو دپاره مدد وکړُو دا د دې دپاره چې هغه څيزونه مونږ ته مِلاو شى چې په هغه مُلک کښې پېدا کيږى او چې دا مُلک به زمونږ اولاد ته په ميراث کښې مِلاو شى.


هغوئ د بعل د فعور بُت عبادت وکړو او بُتانو ته د پېش کړے شوو قربانو غوښې يې وخوړلې،


څوک چې تا نه لرې دى هغوئ به تباه شى، او هغوئ چې تا سره وفادار نۀ وى نو تباه به شى.


هغه کس به خامخا وژلے شى کوم چې د ځناور سره زنا وکړى.


څوک چې د مالِک خُدائ نه بغېر بل خُدائ ته قربانى پېش کوى هغه دې هلاک کړے شى.


د هغوئ يا د هغوئ د معبودانو سره لوظ مۀ کوئ.


چې په کومه لاره ما هغوئ له د عمل کولو حُکم ورکړے وو هغوئ زر د هغې نه بې‌لارې شوى دى، هغوئ د ويلې شوى سرو زرو نه سخے جوړ کړے دے، د هغۀ عبادت يې کړے دے او قربانۍ يې ورته پېش کړى دى. هغوئ وائى چې هغه يې خُدائ دے چا چې د مِصر د مُلک نه راويستلى دى.


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”اوس زۀ د بنى اِسرائيلو د خلقو سره يو لوظ کوم. زۀ به د دوئ په مخکښې داسې عجيبه عجيبه کارونه وکړم چې په ټوله دُنيا کښې به په يو ځائ کښې او په يو قوم کښې کله هم نۀ وى شوى. ټول خلق به وګورى چې زۀ، مالِک خُدائ څۀ عجيبه کارونه کولے شم،ځکه چې زۀ ستاسو دپاره لوئ لوئ کارونه کوونکے يم.


پام کوئ چې د هغه زمکې د خلقو سره لوظ ونۀ کړئ چې تاسو ور روان يئ، ځکه چې دا به ستاسو دپاره يو دام جوړ شى.


ځکه چې د اِسرائيل دغه بدکارى هغې ته ډېره بې‌اهميته ښکارېده نو هغې هغه زمکه پليته کړه چې د کاڼو او لرګو د بُتانو سره يې زنا شروع کړه.


هغوئ خپلو د لرګى بُتانو سره مشوره کوى، د هغوئ خيال دا وى چې د هغوئ امسا هغوئ ته د راتلونکى وخت حال وئيلے شى. د هغوئ د بُت پرستۍ شوق هغوئ لکه د زناکاره ښځې په غلطه لار روان کړى دى. هغوئ زنا کړې ده چې خپل خُدائ پاک يې پرېښے دے.


اے بنى اِسرائيلو، د نورو قومونو په شان خوشحالى مۀ کوئ. تاسو د خپل خُدائ پاک نه اوړېدلى يئ او د هغۀ سره مو بې‌وفائى کړې ده. تاسو خپل ځانونه لکه د کنجرو په شان خرڅوئ او په هر درمند کښې د نورو معبودانو عبادت کوئ.


اِسرائيليان دې د مالِک خُدائ سره نوره بې‌وفائى نۀ کوى چې خپل ځناور د چېلو په شان ښکارېدونکو پيريانو ته قربانى کړى. اِسرائيل به په راتلونکى ټولو وختونو کښې دا اصُول خامخا منى.


چې هر کله هم تاسو دا مزى ګورئ نو تاسو ته به زما ټول حُکمونه درياديږى او عمل به پرې کوئ، نو تاسو به زما نه نۀ اوړئ او د خپلو سترګو او زړۀ په خواهشونه پسې به نۀ ګرځئ.


کله چې اِسرائيليان د کيکرو په وادۍ کښې دېره وُو، نو د موآبيانو ښځو سره يې زنا شروع کړه.


ښځو هغوئ ته ووئيل چې د هغوئ معبودانو ته قربانۍ وکړى، نو خلقو هغه قربانۍ وخوړلې او د هغوئ د معبود عبادت يې وکړو


بلکې په ليکلو ورته هدايت وکړُو چې بُتانو ته پېش کړے شوې نذرانې او زناکارۍ نه او د مُردار شوى څاروى غوښې نه او د هغې د وينې نه ځان وساتئ.


کۀ څوک غېر ايماندار تاسو ته د روټۍ دعوت وکړى او تاسو په تلو راضى يئ، نو هر څۀ چې درته وړاندې کېږدى هغه خورئ او په خپل ضمير کښې سوال مۀ راولئ.


ځکه کۀ نور خلق ستا په شان د عِلم خاوند په بُت‌خانه کښې په خوراک ووينى نو ولې د هغوئ کمزورے ضمير به زړَور نۀ شى چې د بُتانو د قربانۍ غوښه وخورى؟


نو بُتانو ته د پېش کړے شوى خوراک د خوړلو په حقله مونږ پوهيږو چې په بُت کښې هيڅ رښتينوالے نشته او بغېر د يو خُدائ پاک نه بل نشته.


خو هر چا ته دا عِلم نشته بلکې د ځينو خو اوس هم د بُت پرستۍ عادت دے، هغوئ اوس هم هغه غوښه د بُت قربانى ګڼى او خورى يې او د هغوئ ضمير کمزورے او پليت دے.


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ستا د مرګ نېټه پوره کېدونکې ده او د خپل پلار نيکۀ سره به يو ځائ شې او ستا د مرګ نه پس به خلق زما نه نافرمانه شى او هغه لوظ به مات کړى چې ما د هغوئ سره کړے دے. هغوئ به ما پرېږدى او د هغه مُلک د غېرو معبودانو عبادت به وکړى چې کوم ته هغوئ ورننوځى.


نو په هغه وخت به زۀ د هغوئ نه مخ واړوم، ځکه چې هغوئ به بد عمل کړے وى او د نورو معبودانو عبادت به يې کړے وى.


نو مالِک خُدائ به د خپلو خلقو نه تپوس وکړى، ”هغه تکړه معبودان چرته دى چې تاسو پرې يقين لرلو؟


تاسو د خوراک دپاره هغوئ له د خپلو قربانو وازګه ورکوله او د څښلو دپاره مو ورته مے پېش کول. اوس هغوئ دې راشى او ستاسو مدد دې وکړى، هغوئ دې ستاسو بچ کولو دپاره رامنډه کړى.


کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو په هغه خلقو زورَور کړى او شکست ورکړئ، نو هغوئ ټول ووژنئ. د هغوئ سره لوظ مۀ کوئ او چې هيڅ رحم ورباندې ونۀ کړئ.


د هغوئ سره ودونه مۀ کوئ او خپل اولاد هغوئ سره ودونو ته مۀ پرېږدئ،


کۀ تاسو بې‌وفا شئ او د هغه قومونو سره اِتحاد وکړئ کوم قومونه چې تر اوسه پورې ستاسو سره پاتې دى او د هغوئ سره ودونه وکړئ،


خو زۀ ستا خلاف دا شکايت کوم چې تۀ هغه ايزبلى نومې ښځه برداشت کوې چې ځان ته پېغمبره وائى او زما خادِمانو ته د حرامکارۍ او د بُتانو د قربانۍ د خوړلو ترغيب ورکوى.


خو بنى اِسرائيلو خپلو قاضيانو ته غوږ ونۀ نيولو. بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ سره بې‌غېرتى وکړه او د نورو معبودانو عبادت يې وکړو. هغوئ زر د هغې لارې نه واوړېدل چې په کومه د هغوئ پلار نيکۀ روان وُو، چې هغوئ په فرمانبردارۍ سره د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق روان وُو.


هغوئ د دوئ لوڼه وادۀ کړې او خپلې لوڼه يې د هغوئ زامنو له ورکړې او د هغوئ د معبودانو عبادت يې وکړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan